ناتـــودامــــریکی اوایـــران منځ کـــــې په افــــغانســـــتان کښـــې !
ژباړونکی : (عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی : (عزیزاحمدخوارمل)

 

  دانټرنیټ  منابعوڅخه

مسکو"پتر گونچاروف" دنووستی دخبری آژانس سیاسی کارپوه ڼیټه ۱۳۸۵/۳۱/۱لمریزکال او۲۰۰۶/۴/۲۰م   کال

دامریکی متحده ایالات،افغانستان یې دیوکلیدی برخی په څیر په خپل سیاستونوکښی داسیا په سیمی کې ټاکلی دی  اوله دی  جملی څخه ایران یې هم ترنظرلاندی نیولی دی .دناتودجنرال"جیمز جونز"  په دا وروستنی وینا کې یې وویل چې دبین المللی قواوکړنی اومرستی په افغانستان کې دسولی دتامینولواو درامنځته راتللو په هکله دی، ممکن دایساف (ISAF) دسولی ساتی ځواکونه داکتوبرپه میاشت کی نه ،همدارنګه دنوامبرپه میاشت  کې دافغانستان په ټولوسیموکښې په پراخ  ډول ځای پرځای سی،اوټینګارهم په دی موضوع کې همدغسی دی .

امریکا دپریکړی پربنسټ یرغل پرایران باندی  ،چې هیڅوک  ددی پیښی رامنځته کیدل نشی رده ولی ،نه دافغانستان دخاوری  څخه اونه دخپلونظامی هوايي  اډوڅخه په  دی هیوادکې کاربه وانخلی .مګرامریکاکه ډاډمن نه وی چې دغه کار دافغانستان  سوله اوآرامتیا ته خطرنه پیښه وی ،دا دوړاندی نه لیری دی چې لاس ودغه کارته وروانه چوی .په افغانستان کښې سوله اوثبات اوآرامتیادامریکی داوسنی مدیریت  دپاره دکنګری دټول ټاکنواودانتخاباتوپه بهیرکښې  ډیرمهم اودلوړارزښته   څخه ګڼل کیږی  اوخصوصآ دااوس چې  دهغوی وضعیت اوموقعیت په عراق کې دناهیلو اوماتی سره  مخا مخ دی . واشینګتن د همدی علت پربنسټ دافغانستان دقیمومیت  یې ناتوته انتقال کړاو خپل ټول زیاریې په افغانستان کې دسولی اوثبات په ټینګولوکې په کار وړی ،اوهمدااوس دراتلونکی اوضاع اووضعیت دمنخته راتللواومخامخ کیدلودپاره په ایران کې ،خپل لاس یې خلاص پری ایښی دی    .

یوازی دغه سوال څرګندیږی : آیاناتوپه افغانستان کې دامنیتی وضعیت په ساتلوکښې دبی ثباتی په وړاندی  کولای  شی امنیت تامین کړی ؟آیاناتولکه نور باندني یرغل ګروهیوادنوپه شان چې ددی هیوادپه تاریخ کې راغلی دی له یوی خوا دافغانستان په داخلی مشکلاتواوپرابلمونوکې ابدی  بنداودبلی لوری نه  دافغانانودنارضایتی سبب  دمتحدینودضدټروریسټی نظامی عملیاتوپه وړاندی  چې پدی هیوادکې دامریکی ترلارښودنی لاندی صورت نیسی  ،وبه نشی ؟

یاده ونه کوم چې دایساف " ISAF " ددی کړنودپراخوالی  چاري  په افغانستان کی دناتوترمشرتابه اولارښودنی لاندی  دامریکی دیوی جوړشوی پلان چې نوم یې((یوشان مسؤولیت ))دی، ترسرلیک لاندی دمسؤولیتونودجزيي موخوانتقالول  دضدټروریسټی متحدنیو ایساف  ISAFقواوسره یوځای ترسره کیږی اوصورت نیسی . دامهم ندی چې متحدین  په ائتلاف کې دامریکی اوبریتانی دښووړاندیزونو دویش پرسر په مخامخ جګړه کې  دالقاعیدی ،طالبان اودمخدروټوکودقاچاق کوونکوسره  ترکومه اندازی دریدلی سی ،په هرصورت ناتومجبوره سوی دی چې د((یوشان مسؤولیت )) دمشی اوکړني(برنامی )سره  یولاس سی . پس ویلی سو چې(( دناتودباندنی چارودوزیرانودشورا)) پریکړه دناټو-ایسافISAF / NATO دخپلواک عملیات په تامینولوسره دضدټرورسیټی عملیاتو چې نوم یې((دنه ماتیدونیکی آزادی )) عملیات وو، اوتردغه ترنامه لاندی عملیات وامریکائیانوته یوازی یورسمی مفهوم یې څرګنده ول ترهغه ائتلافه چې دافغانستان دملت مینه اوعلاقه ورسره نسته،چې په دی  ډول ځان ځینی لیری کوی .

ممکن دغه امر د"جیم شی" دناټودسیاسی چارو دمدیردمصاحبی نه درادیو((سوابودا)) سره چې ترسره شوی  وي،دهغه په ویلوسره اوس دسولی دتامینولوقواوی ایساف- ISAF دافغانستان په لویدیزوسیمی کښی یوکړکیچن وضعیت یې ځان ته  اختیارکړی اونیولی دی ،اوس محال دایساف- ISAF ټولګۍ  ونویودرانده جګړیز وسامان اوالاتوته ((وسلو)) ته اړتیا لری ،اووپیژندلی سوی پراخو عملیاتو اونوروشیانوته دعادی عملیاتو څخه مخته، دوی ددسولی اوامنیت دتامینولواودآرامتیا درامنځته کیدلوساتونکی اومحافظین دی .

په دی ډول دناتواوایساف ISAF / NATO ((یووالی اومرسته  یو دبل دنږدیوالی  سره د ضدټروریسټی  عملیاتوپه چاروکې به ،امریکائیانوته پراختیا ورکړی )) .

پس اوس محال څنګه کولای سوچې دناټودخپلواکی څخه خبری وکړو؟

دهالند ددفاع وزارت پریکړه یې وکړ چې په سږکال کی د"اورازگان" دافغانستان  په ولایت کښی دلنډ میله کالیبر  (۱۲۲)میتره ټانکونوجګړیزوټولګیود(۱۴۰۰) کسو مجهیزه سربازانواوفسرانوسره په دی ولایت کی دندی ترسره کړی دغه لنډ میله ټانکونه د(۱۲۰) میلی متری توپونو پرځای دهلندی قواولخوا کارځینی اخیستل کیږی اوویل کیږی چې دمانوراودتوغولو واک یې  هم لږ دی .

په مشکل سره به ووایو چې لنډمیله  (۱۲۲) میلی متری ټانکونه د(۱۲۰) میلی متری توپونو نه دتوغولواودمانورقابلیت یې څومره دسولی دتامیندلوپه ماموریت کی به نقش اورول  ولری .دابله موضوع ده،  چې دلته دبحث اومکث اوداهمیت وړدی دناټودجزواوتامونواوټولګیوزیاتیدل دتکلیفونودحجم ډیریدل اوپرځای کول دایساف-     ISAF په وسیله دوسلی ساتنی دچوکات څخه راوتلی دی لکه دمخدروټوکو دترانزیت سره مبارزه،اودعملیاتوپرځای کولودالقاعیدی اودطالبانودجنګلیالو پرضدجګړی چې په ناچاری سره دعادی اواولسی خلکو دمنځه وړلوسبب هم سوی دی،چې دمیشتواوسیدونکودنارضایتی اودستروڅپواودامنیتی وضعیت دپراختیاسبب دخلکو اواولسونوپه منځ  کې رامنځته سوی دی .     خصوصآدغه مسئله ډیردافغانستان په لویدیزولایتونوکې ترسترګوکیږی ناټواوایساف NATO /  ISAFدپیښی په پراخ ایښودلوسره په دغه اوسنی انتظامی چوکات کې ځانونه بایدتیارکړی ،ځکه افغانان په پریکړنده ډول په خپل دښمنی سره یوډول نه یوډول وخپلودښمنانوته به  دغه ډول نارضایتی ورښکاری کړی  .

دهلندی ټولګیوددی لندمیله ټانکونوڅخه د((ترینګوټ)) په ښارکی اوبل یې د((دهراوود)) په ښارکی ګوندی پدی سیموکښی امنیت ټینګ اوسوله تامین کړی ځکه په ۲۰۰۲ م کال دجولای په میاشت کی هغه وخت چې دامریکی بی  -۵۲- B  بمب غورځونکی الوتکودضدټروریستی دعملیاتوپه ترځ کی چې یوه ستره غمیزه یې په یو واده کی رامنځته کړه او دواده ناوی اوزوم یې  دنورولسګونوبی ګناهو خلکوسره ورووژل متاسفانه چې دغه پیښه  د((نه ماتیدونکی آزادی )) په نوم دعملیاتوترنامه لاندی دغه وروستنی غمیزه نه وه . دقیقآ دائتلافی قواوپه بل عملیاتوکی دکنړپه ولایت کی دبمباریواودتوپونوداورپه وسیله (۷) اوه کسه بی ګناه خلک مړه سول اودری تنه نوریې ټپیانوسول اوداتو(۸) ترلسو(۱۰ )تنوپوری دطالبانوغړی هم له منځه ولاړل .

هلندی سربازان اوافسران  دناتو-ایساف ISAF / NATO  یونیفورم نه اغوندی پدی خاطر خپل یونیفورم په دی هیله اغوندی چی په سیمی کی وخلکوته ددوی توپیردمتحدینودسربازانواوفسرانوسره وشی    .مګرمشکل اوپرابلم په یوینفورم کی ندی . ننی اواوسنی  دناټواودایساف ISAF / NATO تکلیف دمیشتواوسیدونکوخلکوپه سترګوکی له پایی اوبنسټه بدلون مومی اودهغوی  اصلی بڼه اوماهیت چې دسولی دتامینیدلو په خاطردی،نو داسی برښی چې ترخپل واک اوځواک لاندی راوړلی اود نیولواو د(اشغالګری) واک لاندی یې راولی اوبدل یې کړی .

دافغانستان دټولنی ټولیز امنیتی وضعیت اوټولیزفکرونه اوسوچونه هرکله په بدلیدلودی .که څه هم ډیر افغانان دامریکی شتون په خپل هیوادکی دسولی اودامنیت په راوستلوکی  ضروری بولی اودامریکائیانونه راضی ښکاری،مګرډیر دناظرینو پدی عقیدی دی چې دخلکونارضایتی دمتحدینو دنظامی قواو په وړاندی  دامریکی ترمشرتابه اولارښودنی لاندی سره په ټینګارسره وایی اوپدی وروستیوکښی دامریکی دنظامی اډو دموضوع په هکله په پرله پسی توګه ویناوی سوی دی .دکابل په داوروستیومظاهروکښی دکابل په ښارکې چې  زده کوونکي اومحصلین په کې ګډون کړی وو دافغانستان ددولت څخه وغښتل چې دامریکی دنظامی اډو دتل پاته کیدوڅخه دی  په افغانستان کې  ډډه اومخنوی  وکړی،دغه غوښتنه پسله هغه رامنځته کیږی چې د افغانستان دمهموقبایلوڅخه و(حــامد کرزی) دافغانستان جمهوررئیس ته یې په  نصحیت کولوسره یې وویل چې دامریکی سره دی دګډاستراتیژیک ملګرتیا په جوړه ولوکې دامریکی دتل پاتی نظامی اډی په افغانسان کې ،په دی  هکله پیل اواقدام وکړی .

البته دمعلوماتو له قراره په اوسنی محال کې دغه نظامی اډی ،باید دناتو نظامی اډی  دی سي . /

 

 

 


April 23rd, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی